شهید حافظ بدرالدین حقانی د ژوند کارنامو ته کتنه
الجـــــــهاد فی سبیل الله
شهید حافظ بدرالدین حقانی د ژوند کارنامو ته کتنه
ساعت 19:41 | بازدید : 5510 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

زموږ ویاړلي تاریخ له پیړیو راهیسې په هرپړاو کې همیشه خورا ویاړلي شخصیتونه درلودلي ، ددغو شخصیتونو او دتاریخ دتلپاتې څيرو له جملې که ځینو په علم ، تصوف ، تصنیف ، فرهنګ ، اجتماعي خدمت یا نورو برخو کې ستر کردارونه ترشاه پرې ایښي ، مګر ډير بیا داسې دي چې دجهاد دلارې سرسپارلي اتلان او دهمدې برحقې لارې ګلګون کفن شهیدان دي ، چې تراوسه یې وروستي نسلونه په نوم او کردار افتخار کوي .

موږ لکه څرنګه چې په تیر تاریخ کې د ویاړلو شخصیاتو غوندې ویاړلې کورنۍ هم درلودې ، اوسنۍ جهادي دوران مو هم له دې افتخاره بې برخې نه دی ، زموږ دهیواد په لراوبر کې ډيرې داسې جهادي کورنۍ شته ، چې ټول ځوانان یې دجهاد ، دین ساتنې او شهادت پالنې په روحیه روزل شوي ، او خپل ټول ژوند یې دالهي دین خدمت ته وقف کړی وي .

دداسې سترو ویاړمنو متدینو او جهادپالو کورنیو له جملې یوه هم دافغانستان په جنوب ختیځ زون پکتیا کې دستر مجاهد او دوو امپراطوریو دماتوونکي مولوي جلال الدین حقاني کورنۍ ده .

موږ که ددې مجاهدې او شهادت پالې کورنۍ پرونی او نننی تاریخ راوسپړو ، نو ددوی جهادي کارنامو او شهادتونو ته په پام سره دلوی شاعر خوشحال خټک ددې بیت نغد مصداق به راته ښکاره شي چې وایي :

لوی واړه مې شهیدان وګور ته تللي

پُشت په پُشت مې دا هنر دی آل په آل

هوکې ، حقاني کورنۍ دافغان ملت یوه له هغو کورنیو څخه ده ، چې دشهادتونو مینار یې خورا دنګ او اسمانڅک دی ، ددې کورنۍ په اعضاء وو لکه څرنګه چې دشرقي زبرځواک وسلو ججوري تش کړل ، همداسې یې دغربي زبرځواک یرغل ته هم سینه سپروګرځوله او ګڼ شمیر شهیدان یې ورکړل ، راځئ دلته دهمدې غازي او شهیدې کورنې دیو رژیدلي ګل ( حافظ بدرالدین حقاني ) دژوند او کارنامو ننداره وکړو ، ترڅو مو دشهادت په روح پالو خاطرو خپل خواطر سیراب کړي وي .

شهیدبدرالدین حقاني

هغه مهال چې افغانستان دروسي ښکیلاک تریرغل لاندې وو ،او په وړاندې یې دافغان اولس ویاړمنه مبارزه روانه وو ، هغه مهال چې دافغانستان دجنوب ختیځ غرونه او ځنګلونه دشوروي عسکرو په هدیرو بدلیدونکي وو ، هغه مهال چې دپکتیا ، پکتیکا او خوست په غرونو او درو کې دجلال الدین حقاني په نوم یوه غرني افغان دشوروي امپراطورۍ څلویښتم لښکر په لومړي ځل د شکست له ګواښ سره مخ کړی وو ، او داسلامي نړۍ په سطحه یې د ( جلال الدین حقاني ، قائد المیداني ، امام شامل ثاني ) لقبونه ګټلي وو ، دجهاد په همدې توده مرحله کې د ۱۴۰۶هـ ق درمضان ا لمبارک دمیاشتې په لومړنۍ ورځ دجهاد دهمدې ستر قائد په کور کې چې دغه وخت یې دشمالي وزیرستان په میرانشاه کې دهجرت ژوند تیراوو یو هلک وزېږېد ، چې نوم یې ورباندې ( بدرالدین ) کیښود .

بدرالدین دخپل مجاهد او مبارز پلار جلال الدین حقاني په غیږ کې رالوی شو ، دژوند کولو لومړني اداب ، اخلاق او عقائد ورته خپل پلار وښودل ، ډیر کوچنی وو ، چې په میرانشاه کې دحقاني صاحب دسترې مدرسې منبع العلوم دانجمن القرآن په څانګه کې داخل شو ، او ورسره یې د عصري علومو ښوونځی لوستل هم پیل کړل ، نوموړی ښوونځی تر شپږم ټولګي ولوست ، چې ورسره یې دقرانکریم حفظ هم کاوو ، دبدرالدین عمر یوازې لس کاله وو ، چې دقرانکریم حفظ یې سرته ورساوو ، او دکلام الله المجید دیادولو په ویاړ یې دفضیلت پګړۍ تر سر کړه .

دیني زده کړې

بدرالدین حقاني دقرانکریم دحفظ له سرته رسولو وروسته ددیني علومو په حصول پيل وکړ ، چې په دې لړ کې یې دمیرانشا په جامعه منبع العلوم ، دپښتونخوا دصوابۍ په مدرسه تعلیم القرآن ، دچارسدې مدرسه تعلیم الاسلام او نورو مختلفو مدارسو کې ددیني علومو زده کړې ته دوام ورکړ ، دغه راز یې داسلامي امارت دواکمنۍ په مهال په کابل کې په خصوصي ډول له خپل والد صاحب څخه ځیني کتابونه ولوستل تردې چې دعلم سفر یې د وړې دورې ( موقوف علیه ) درجې تربشپړلو ورساوو .

دبدرالدین حقاني په اړه ویل کیږي چې نوموړی دحقاني صاحب په کورنۍ کې دځانګړي علمي استعداد او قوې خاوند وو ، له همدې امله وو ، چې مشر حقاني صاحب همیشه کوښښ کاوو چې نوموړی ترپایه دیني علوم ولولي او دیوه دیني عالم په صفت د ټولنې خدمت وکړي .

حقاني صاحب لکه څنګه چې په حضر کې نوموړی علم ته تشویقاوو دسفر په مهال به یې هم په نوموړي تاکید کاوو چې په پوره مواظبت سره درسونه ووایي .

حقاني صاحب به ده ته همیشه ویل چې ( زما په کورنۍ کې به له ماڅخه وروسته ددیني علم ډیوه ته بله ساتې ، زما ستره کتابخانه به تاته پاته کیږي او ته به یې پالنه کوې ، زما مدرسه به ته فعاله ساتې او ته به یې خدمت کوې )

خو دا زموږ په اسلامي هیواد افغانستان دامریکایي ښکیلاک یرغل وو ، چې د ډیرو نورو غوندې یې دبدرالدین حقاني علمي سفر هم ټکنی کړ ، جهادي ضرورت نوموړی له دیني زده کړو راوګرځاوو ، او دجهاد دعاجل ضرورت له امله یې دینې زده کړې نیمګړې پاته شوې .

دامریکا په خلاف جهاد

هغه مهال چې امریکایي زبرځواک زموږ په ګران هیواد افغانستان باندې یرغل وکړ ، حافظ بدرالدین حقاني نوی دځوانۍ مرحلې ته رسیدلی وو ، څرنګه چې نوموړي له جهادي خاندان سره تړاو درلود ، او دخپل پلار لخوا په جهادي روحیه روزل شوی وو ، نوځکه یې دژوند نور مصروفیتونه پریښودل او د جهاد په سرشاره مینه یې دحق او حقانیت سنګر ته ودانګل .

حافظ بدرالدین په لومړیو کې دیوه عادي مجاهد په صفت دپکتیا ، پکتیکا او خوست په جنګي محاذونو کې ددښمن په خلاف جهادي فعالیت ته دوام ورکړ ، لکه څرنګه چې ستر مجاهد مولوي جلال الدین حقاني دتیر جهاد دهغو قومندانانو او مشرانو له جملې ګڼل کیږي چې خپله یې دجګړې په ډګر کې ونډه درلوده ، دبدرالدین په شمول دنوموړي زامن هم په خپله دنورو مجاهدینو سره یوځای دامریکایي یرغلګرو مقابلې ته وړاندې شول او په دښمن یې بریدونه پیل کړل .

د چریکي جګړې په لیکو کې له څه مهال خدمت وروسته بدرالدین حقاني ته داستشهادي عملیاتو دیوه کنډک مشري وسپارل شوه ، چې د شهادت ترنیټې یې همدغه وظیفه په پوره امانت دارۍ ، بریالیتوب او استقامت سره سرته ورسوله ، دځانګړو فدایي بریدونو په انسجام سربیره نوموړي دجنوب ختیځ زون دتنظیمه ریاست دمرستیال او دخوست ولایت دنظامي مرستیال په حیث هم دندې اجراء کړي دي دغه راز یې ګڼ نور جهادي خدمات او مسؤلیتونه هم سرته رسولي دي .

کفر لړزوونکي فدایي بریدونه

بدرالدین حقاني داسلامي امارت په لیکو کې یو له هغو مبتکرو ، مدبرو او فعالو نظامي څيرو څخه ګڼل کیږي ، چې په تیر دوولس کلن جهاد کې یې دخپلو دقیقو او رسا بریدونو په توسط دښمن ته بیا بیا درانه تلفات اړولي او دښمن یې مکررا په ځان پورې حیران کړی دی .

دبدرالدین حقاني په ابتکار په کابل ، بګرام ، پکتیا ، خوست ، پکتیکا ، میدان وردګ او دهیواد په نورو مختلفو سیمو کې په امریکایي حساسو اهدافو ترسره شوي بریدونه او په وړاندې یې ددښمن اعترافات او دشکست شواهد هغه څه دي چې زموږ لوړه ادعاء تائیدوي .

دشهید بدرالدین لخوا طرح شوي او دسرسپارلو فدایانو په توسط ترسره شوي همدا هدفمند بریدونه وو ، چې دښمن یې څو ځله له سختو تلفاتو سره مخامخ کړ او سخته رسوایي یې ورواړوله ، له همدې امله دښمن دحقاني صاحب دملګرو په خلاف ځانګړي تبلیغات پیل کړل ، او هڅه یې وکړه چې دحقاني صاحب ملګري له اسلامي امارت څخه یوه جلا ډله وښیي ، خو ددښمن دغه تبلیغات هم داسلامي امارت لخوا په مستنده توګه رد کړای شول .

حافظ بدرالدین حقاني دخپل مسؤلیت په مهال په دښمن ۷۵مختلف النوع استشهادي بریدونه ترسره کړل ، چې دبګرام ، کابل او خوست دعملیاتو غوندې ځینې عملیات یې خورا ستر او خبر جوړوونکي وو .

په دې عملیاتو کې په خوست کې دصحراباغ په امریکایي مرکز لوی عملیات ، دخوست ولایت په مقام عملیات ، ددومندو په ولسوالۍ برید د صبریو په امریکایي اډه برید ، دغه راز دبګرام په هوایي ډګر لوی برید ، په انترکانتیننټل هوټل برید او په پلازمینې کابل کې په ځینو نورو اهدافو لوی عملیات هغه څه وو ، چې دشمن ته په کې ملاماتوونکي ځاني او مالي زیانونه واوښتل .

شهادت یې

بدرالدین حقاني چې یرغلګرو امریکایانو دخپل دښمن په نامه پیژاند له ډیره وخته دامریکایي غاصبانو تراهدف لاندې او له همدې امله یې نوم ددوی په تورلست کې شامل کړای شوی وو ، ترڅو بالاخره ددښمن له مکررو هڅو وروسته دبې پیلوټه طیارې په یوه برید کې له څو تنو فدایي مجاهدینو سره یوځای دشهادت لوړ مقام ته ورسید .

انا لله وانا الیه راجعون

داسلامي امارت رهبري شورا د بدرالدین حقاني دشهادت په مناسبت په نشرکړې اعلامیه کې وویل (دافغانستان اسلامي امارت دحافظ القران بدرالدین حقاني دشهادت مبارکي دنوموړي محترم والد(نومیالي جهادي اوعلمي شخصیت مولوي جلال الدین حقاني صاحب حفظه الله ) ددوی کورنۍ ،ملګرواودوستانوته وړاندي کوي .

شهیدبدرالدین (رح)دصلیبي یرغلګروپرضدروان جهادکي یونه هیریدونکی مبارز او اتل مجاهد وو چې دحق ددفاع په سنګر کې یې تاریخي خدمتونه ترسره کړي الله رب العزت دي دنوموړي جهادي خدمتونه قبول کړي او الله تعالی دي ورته لوړي درجې اوپه جنت الفردوس کي عالي مقامات ورپه برخه کړي .

اسلامي امارت دشهید بدرالدین غوندي ځوانانوپه خدمت او ایثار ویاړي چي ځوانۍ یې دالله عزوجل ددین خدمت ته وقف کړې اوداسلام اوهیواد دغلیمانوپه وړاندي یې دجهاد ډګرغوره کړی وي ،الله تعالی دي ددوی دخدمتونو او پاکو وینو په برکت مسلمانانو ته بری او کفارو ته ذلت او شکست ور په برخه کړي .امین یا رب العالمین )

دبدرالدین حقاني دشخصیت ځانګړنې

په ډاډ سره ویلی شو چې حافظ بدرالدین حقاني دروان جهاد یوه کمساري هستي وه ، چې په شهادت سره یې دوستان غمجن او دښمنان د څو شیبو لپاره خوښ شول ، دنوموړي دشهادت په اړه بیلابیل غبرګونونه او نظرونه څرګند شول ، په لاندې څو کرښو کې دنوموړي دشخصیت په اړه د څو تنو نظریات ولولو .

خلیفه صاحب سراج الدین حقاني وایي : دشهادت په مهال دحافظ بدرالدین وجوددامریکایي توغندي دلګیدو له امله ذره ذره شوی وو ، خو یوازې سینه یې سالمه پاته وو ، چې مجاهدینو له سینې څخه وپیژاند ، چې داده دکرامت او دقران کریم داعجاز نښه وه ، ځکه دده په سینه کې قرانکریم محفوظ وو چې الله تعالی یې له ټول وجود څخه سینه سالمه پاته کړې وه .

دخوست ولایت نظامي مسؤل مولوي محمدجان دنوموړي په اړه وایي : حافظ بدرالدین په خبرو او تعبیر باندې حاکم سړی وو ، چې همیشه یې په مجالسو کې دګډونوالو توجه جلبوله ، نوموړي صبر او حوصله درلوده او په سړه سینه یې دخلکو مشورې او وړاندیزونه اوریدل ، حافظ صاحب ته الله تعالی ډیر څه ورکړی وو ، ښه اخلاق ، خاکساري ، تواضع ، تقوا ، ایثار ، دملګرو سره ښه تعامل او خوشطبعي دحافظ صاحب امتیازي صفات وو .

نوموړی ددښمن په لیکو کې دنفوذ لوړ استعداد درلود ، او ددښمن په لیکو کې دننه یې خلکو ته جهادي روحیه ورکړه ، هغوی یې استخدام کړل او په دښمن یې له دننه څخه کاري بریدونه وکړل ، دحافظ بدرالدین په استعداد او جهادي فعالیت باندې حتی دښمن اعتراف لري او انکار ترې نه شي کولای .

په حافظ صاحب کې داطاعت ماده هم خورا قوي وه ، او په ډیر دقت یې داسلامي امارت درهبرۍ اوامر منل او تطبیقول ، نوموړي خپل ملګري هم په داسې روحیه روزلي وو چې اسلامي امارت ته یې پوره وفاداري درلوده .

دپکتیکا ولایت پخوانی نظامي مسؤل مولوي محمدسنګین فاتح وایي : حافظ بدرالدین یوه تکړه جنګي ستراتيژیست وو ، ځکه په تیر څو کلن جهاد کې موږ ولید چې دټولې نړۍ پرمختللي پوځونه له باتجربه جنرالانو سره زموږ هیواد ته راغلل ، دخپلې دفاع لپاره یې مصئون مراکز جوړ کړل ، مګر حافظ بدرالدین په خپلو بریالیو تاکتیکونو سره وتوانید چې ددښمن دفاعي کمربندونه مات کړی او ددښمن په زړه باندې بریدونه ترسره کړي ، نوموړي په داسې ځایونو بریدونه ترسره کړل چې تصور یې نه کیده .

داسلامي امارت درسمي ویب سایټ الاماره ویب پاڼې خبریال حبیب مجاهد دحافظ بدرالدین په اړه وایي : حافظ بدرالدین یوویښ ، بادرکه او دجهادي بریاوو په مطبوعاتي اهمیت پوه شخصیت وو ، نوموړي لکه څومره چې نظامي عملیات په دقت تطبیقول همدومره له عملیاتو وروسته دهغه مطبوعاتي انعکاس ته هم متوجه وو ، نوموړي به دپیل شویو عملیاتو په اړه په ډیر دقت او سرعت سره داسلامي امارت ویندویانو او نشراتي ادارې ته معلومات ورکول ، او ددقیقو معلوماتو دراټولولو کار یې په ډیر دقت ترسره کاوو ، نوموړي دجهادي عملیاتو ژوندۍ صحنې عکاسي کولې ترڅو په مستنده توګه لیدونکو ته وړاندې شي ، دنوموړي همدا ځانګړنه وه چې په ترسره شویو جهادي عملیاتو یې دنظامي ډګر غوندې په مطبوعاتي ډګر کې هم نتیجه ترلاسه کیدله .

دبدرالدین حقاني له شهادت وروسته امریکایي مطبوعاتو نوموړی دامریکا دیوه خطرناک دښمن په توګه یاد کړ په دې لړ کې د THE LONG WAR ژورنال په نامه یوې امریکایي نشریې ولیکل ( امریکایي څاګرو طیارو دبدرالدین حقاني په نامه دطالبانو یو مهم قومندان وواژه ، بدرالدین حقاني په افغانستان کې په امریکایانو ترټولو ستر او خونړي بریدونه ترسره کړی وو ، دامریکا مهمې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ دشهیدبدرالدین حقاني په شهادت دتبصرې په لړ کې ولیکل چې نوموړی په افغانستان کې دامریکا دبریالیتوب په وړاندې یو لوی خنډ وو ، چې په تیرو څو کلونو کې یې په امریکایانو پرلپسې خونړي بریدونه ترسره کړی وو )

عرب وایي ( والفضل ما شهدت به الاعداء ) داچې امریکایي فرعوني چارواکي دخپل کبر او غرور په اوج کې اعتراف کوي چې بدرالدین حقاني ددوی په وړاندې یو لوی ګواښ او خطرناک دښمن وو ، له دې څخه دنوموړي جهادي حیثیت ښه معلومیدلای شي .

بدرالدین حقاني یو له هغه مجاهدینو څخه وو چې له شهادت وروسته یې له امریکایي کفارو څخه خپل انتقام واخیست ، ځکه نوموړي تر شهادت وړاندې دکابل په اریانا هوټل کې د CIA په مرکزي دفتر دبرید لپاره تیاري بشپړه کړې وه ، چې دنوموړي له شهادت وروسته په ډيره کامیابي دغه حمله ترسره شوه ، او ددښمن استخباراتي چارواکو ته په کې دروند زیان واوښت .

الله تعالی دې دحافظ بدرالدین حقاني شهادت قبول کړي او دالله تعالی دې یې لاره ښیرازه ولري .

آمین یارب العلمین



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 34
بازدید دیروز : 4
بازدید هفته : 43
بازدید ماه : 542
بازدید کل : 68855
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 34
:: باردید دیروز : 4
:: بازدید هفته : 43
:: بازدید ماه : 542
:: بازدید سال : 5829
:: بازدید کلی : 68855